لوبه

صدیق کاوون

·

·

لوبه توده وه د انجام خبره چا و نه کړه

دانه يې وښوده ، د دام خبره چا و نه کړه

نجنو په مينه گرځاوه د تور وربل له پاسه

خو د سره گل د سره پيغام خبره چا و نه کړه

هر چا يې سترگې وې گنډلې پر شلېدلي گرېوان

د وچو شونډو د سلام خبره چا و نه کړه

د تورو سترگو پر مشرق يې ستوري وځلېدل

د مغربي تياره ماښام خبره چا و نه کړه

د ښار کوڅې د دارپرستو له نارو ډکې شوې

خو د منصور غوندې « بدنام » خبره چا و نه کړه

د تن له پاسه گرځوو تندې نيولي ستوني

پيالې نسکورې دي، د جام خبره چا و نه کړه

د زلفو سيوري يې د مخ سپينه کعبه ونيوه

څه شو؟ د کفر او اسلام خبره چا و نه کړه


مطالب بیشتر

شاید این مطالب نیز برای شما جالب باشد