غزل

دیا سنگ انجان

·

·

چیرته خوښي چیرته جشنونه ستا بچو جوړ کړي
دلته دا هر رنګه غمونه ستا بچو جوړ کړي

هسې په بل خزلې شیندي کنه خدای قسم دی
دا ټول غمونه او جنګونه ستا بچو جوړ کړي

ورک شه سیاست د دین ، مذهب، نسل او ژبې، ترمنځ
دغه مورچلې دیوالونه ستا بچو جوړ کړي

نه دیو راغلی دې وطن ته نه پیریان راغلي
دلته د ویرې خندکونه ستا بچو جوړ کړي

ایمان ئې خرڅ وجدان ئې خرڅ په شنو ډالرو شولو
دا کنډوالې دا بیلډینګونه ستا بچو جوړ کړي

ژبه مې پرې شه که دروغ ووایم گران وطنه
ستا په بدن دا ټول زخمونه ستا بچو جوړ کړي

له پردو ونکړې گـیله انـجـان په ډاگه وائي
له شماره وتي دا قبرونه ستا بچو جوړ کړي


مطالب بیشتر

شاید این مطالب نیز برای شما جالب باشد