نفرت

دیا سنگهـ انجان

·

·

ګـــوره ټګـي کـــــــوې والله چـې صداقت نکوې

بل هڅـوې خـــــــپله اقـدام د شــــــهادت نکوې

هغه در واوښت په دیوال ته پرې خبر هم نشوې

څـنگ د غفلت په خوب ویده هیڅ حرکت نکوې

ما ته چې وائې غیرت وکــړه ځه سنګر ته شاباش

نصیحت پـریـږده خـانـه تـه ولـې غــیرت نکوې

ستا زوی او لور به کړي تحصیل زه به کفن کې پروت یم

پـه ایمـــــــان وایـه زمـا پـه ویـنو تجارت نکوې؟

زما په مټ ږدې توپک خپله په کور کې ناست ئې

دوه رنگـــــــــي نـده ته او خــدای منافقت نکوې؟

زه دا منم چې ته هوښیار او زه انـجـان یم لیکن

دا هـم ریښتیا چـــې له دوښمنه تـه نـفـرت نکوې


مطالب بیشتر

شاید این مطالب نیز برای شما جالب باشد