شنه ځولۍ

صدیق کاوون

·

·

نن مې بيا ستا د راتلو لاره نيولې

بيا مې زړه لکه زخمي مرغۍ چغېږي

نن مې بيا د نفس بار پر اوږو راووړ

بيا مې ساه ستوني کې بنده بنده کېږي

***

نن مې بيا ستا د راتلو لاره نیولې

نن مې بيا زړه هوسېږي ستا لیدو ته

نن مې بيا لمنه ډکه له غاټولو

شېبې شمارم ستا گلرېزه قدمو ته

***

خدای خبر چې ته به بیا په دې لار راشې

خدای خبر چې بیا به گل د ديدن راوړې

د قصو او خاطرو په شنه ځولۍ کې

بیا به هم راته یو موټی وطـن راوړې

***

لکه پاڼه چې توفان په مخه واخلي

داسې یو مخ په بادونو کې اسیر یم

لکه چيغه چې په ستوني کې بندي شي

لکه درد غوندې زخمونو کې اسير یم

***

یو په بل پسې یاران له کرښې اوړې

یو په بل پسې تشېږي باغ له گلو

نه د شپولې د شپانه د شپېلۍ غږ شته

نه سندرې د زخمي ځوانو بلبلو

***

زه لا اوس مې هم د ساه په زنځير بند یم

زه لا اوس هم د نفس کړۍ شمېرمه

زړه نازړه ستا د راتلو پر لاره ناست یم

د ژوندون ترخه له ستوني تېرومه

***

نه چنار شته نه د شنو نښترو سیوری

زه ولاړ یم ټوله ورځ خپلې سايې ته

د اوو بلاوو شپول رانه راتاو دی

لاس مې نه رسېږي ستا د مخ شغلې ته

***

مازدیگر شو لمر له غرونو رخصت اخلي

زه لگیا یم سپکوم د اوږو بار مې

نن مې بيا ستا د راتلو لاره نیولې

رانه ورک دی د خاموشو نغمو ښار مې.

*****

زموږ د کورنۍ د ژوندانه د بڼ دوه ښکلي گلان چې تر وخت دمخه ورژېدل:

ـ  کشر ورور مې حقوقپوه نقيب الله مياخېل ـ وراره مې انجنير عبدالباقي مياخېل روحونه يې ښاد، يادونه یې تلپاتې. نن د نقيب د ابدي سفر څلورمه کليزه ده. د تلې اوومه د باقي لومړی تلین و


مطالب بیشتر

شاید این مطالب نیز برای شما جالب باشد